پېرس اولمپکس كښې د ارشد نديم محنت او عزم ګرده نړۍ كښې د پاكستان سر په فخر هسك كړے۔اعظم نذير تارړ

image

اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي پېرس اولمپکس كښې د ارشد نديم محنت او عزم ګرده نړۍ كښې د پاكستان سر په فخر هسك كړے ٬ دا مېډل ټول قام لپاره يو عظيمه كاميابي ده۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې ده ارشد نديم قامي اتل ګرځولو سره ووئيل د سېنېټ په غونډه كښې دې دا اتل راوبللے شي۔اعظم نذير تارړ ووئيل ارشد نديم د شك نه غېر د هېواد نامه روښانه كړې ٬ ھغه زمونږ قامي اتل دے ٬ دا ايوان ھغه له مباركي وركوي۔ په دې موقع د سېنېټ غړو هم ارشد نديم ته د قام او د ايوان لخوا مباركي وركړه۔(

مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں