د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي په يوه ورځنۍ دوره تربت ته ورسېد

image

كوئټه 15 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي په يوه ورځنۍ دوره د زيارت په ورځ تربت ته رسېدلے٬د مكران كمشنر داؤد خلجي، د كېچ ډپټي كمشنر اسماعيل اِبراھيم او نورو چارواكو د وزيراعليٰ په تربت هوائي مېدان هركلے وكړو ۔ وزيراعليٰ سره صوبائي وزير مير ظهور بليدي، بخت محمد كاكړ، د صوبائي اسمبلۍ غړے مينا مجيد، د بلوچستان چيف سيكرټري شكيل قادر خان هم موجود وو۔ وزيراعليٰ تربت ته په رسېدو د شهيد ذاكر بلوچ كور ته لاړو او د شهيد لوړو درجو لپاره دعا كولو سره ئې غمژنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه۔ د شهيد پلار او نورو خپلو خپلوانو سره په خبرو كښې ده ووئيل شهيد ذاكر بلوچ د بلوچستان حكومت يو صلاحيت لرونكے ځوان افسر ٶ ٬ د ھغوي قرباني به عبث نه شي۔ده ووئېل هېواد او قام لپاره قربانۍ وركوٶنكي زمونږ اتلان دي٬ ذاكر بلوچ به تل زمونږ په زړونو كښ اوسېږي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں