د مسلم ليګ نون صدر شهباز شريف بيان

image

اسلام آباد ۔ 15 اکتوبر (اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) صدر او د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف د برطانوي شاهي جوړې پاكستان راتلو ته هركلې وئيلې۔ د نهې په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل مونږ شهزادہ ولیم او شهزادی کېټ مډلټن ته هركلې وايؤ۔ د شاهي جوړې راتلو سره به د پاكستان او برطانيې اړيكې لا قوي شي۔ ده ووئيل پاكستانې اولس د شاهي جوړې په اولني ځل پاكستان ته په راتلو د خوشحالۍ څرګندونه كوي۔ هيله ده چې د شاهي جوړې دلته پاتې كېدل به يادګار ثابت شي او دوي به د پاكستاني اولس د مينې ٬ خېرسګالۍ او د جوش لرونكې كوربتوب احساسات ځان سره يوسي۔ ده ووئيل د شاهي جوړې راتلو سره به نړۍ كښې د پاكستان مثبت تشخص مخ په وړاندې لاړ شي

مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں