لاهور 08 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف مركزي لارښود جهانګير خان ترين وئيلي دي چې پي ټي آئي د مائنس عمران خان سوچ هم نه شي كولې، مسلم ليګ ﴿ن﴾ او پيپلز ګوند په تېر وخت كښې لوټ مار كولو سره د هېواد بېړې چپه كړې، د اپوزيشن كرلي مونږ ريبو، د حكومت معاشي ډلې هېواد د اقتصادي بحران نه ويستلې، ورځ تر بله په معيشت كښې بهتري راځي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې. د يوې پوښتنې په ځواب كښې جهانګير خان ترين ووئيل چې وړاندې هم حكومت د بي اېن پي چيئرمېن اختر مېنګل سره په ګډه د بلوچستان ستونزې حل كړې دي، دوي سره رابطه شوې، د دوي ستونزې به په راتلونكي وخت كښې هم حل كولې شي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې اپوزيشن سره د حكومت كومه ذاتي جګړه نشته، دوي سره جګړه يوازې د لوټ مار په وجه ده ځكه چې مسلم ليګ ﴿ن﴾ او پيپلز ګوند په تېر وخت كښې لوټ مار كولو سره د هېواد بېړې چپه كړې، د اپوزيشن كرلي مونږ ريبو، د حكومت معاشي ډلې هېواد د اقتصادي بحران نه ويستلې، ورځ تر بله په معيشت كښې بهتري راځي. ده ووئيل چې چوهدري برادران سره د دوي ملاقات شوے، هغوي د حكومت په اړه كومې اندېښنې نه لري او نه كومه مائنس ون خبره شوې.