د آرمي پبلك سكول د كوچنيانو قربانۍ د هېرولو نه دي

image

اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې د آرمي پبلك سكول د كوچنيانو قربانۍ د هېرولو نه دي٬ د كال 2014 د دسمبر 16مه نيټه به د تاريخ د تورې ورځ په توګه ياد ساتلې شي۔ د ګل په ورځ خپل پېغام كښې ده ووئيل د اے پي اېس كوچنيان اتلانو مونږ ته د ترهګرۍ په مړانه د مقابلې پېغام راكړې۔ ده ووئيل د اے پي اېس شهيد شويو زده كوٶنكو او استاذانو قربانۍ به تل ياد ساتلې شي۔ ده ووئيل د اے پي اېس په پېښه كښې د 132 نه زيات كوچنيانو زده كوٶنكو او استاذانو وژنې نړۍ خوزولې۔ ده ووئيل د اے پي اېس كم عمره شهيدانو د ترهګرۍ نه د پاك او د لوستې پاكستان شمع روښانه كولو لپاره ځانګړې قربانۍ وړاندې كړې دي۔ ده ووئيل د پېښې د شهيدانو وينه به عبس نه ځي۔ د آخري ترهګر تر خاتمې به دا جنګ دوام لري۔ ده په پېښه كښې د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا او ځپليو كورنيو سره د يوالي څرګندونه وكړ

مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں