د خوراك تحفظ او تحقيق وفاقي وزير خسرو بختيار د سي پیك اتهارټي چيئرمېن عاسم سليم باجوه سره د ملاقات پھ مهال خبرې

image
APP02-18 ISLAMABAD: December 18 - Federal Minister of National Food Security and Research, Makhdoom Khusro Bakhtiar meeting with Asim Saleem Bajwa, Chairman CPEC Authority. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د خوراك تحفظ او تحقيق وفاقي وزير خسرو بختيار وئېلي دي كركيله د سي پیك مهمه برخه ده٬چين او پاكستان د سي پیك له مخې د كركيلې پیداوار زياتوالي لپاره د اوږدې مودې پروژې راوړاندې كوي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د سي پیك اتهارټي چيئرمېن عاسم سليم باجوه سره د ملاقات په مهال كړي۔په دې موقع د سي پیك له مخې د كركيلې څانګې لپاره د پروژو پشمول په بېلو اړخونو تفصيلي خبرې وشوې۔وفاقي وزير خسرو بختيار د سي پیك چيئرمېن ته ووئيل د سي پېك له مخې كركيلې ته پام شوې او دواړوه هېوادونه د اوږدې مودې پروژو ته پام لرنه كوي چې له مخې يې د لويې فصلونو پېداوار زياتول او كركيلې څانګې ته پرمختګ وركول دي۔ده ووئيل د كركيلې څېزونه محفوظول او د مرض څخه پاكولو لپاره هم اقدامات شوي۔وفاقي وزير د سي پېك چيئرمېن د چين او پاكستان د كركيلې مرستې په اړه د پېشرفت او د سباؤن پروژو نه خبر كړو۔د سي پېك چيئرمېن عاصم سليم باجوه ووئيل د معيشت پرمختګ له د كركيلې پروژې په وخت بشپړولو مرستې لپاره چمتو يو۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں