بانكونه ٬ مالياتي ادارې او سټاک اېکسچېنجز به 6 ورځې رخصتيو څخه ورستو نن بيا خپلې كاروباري چارې پېل كوي

image

فېصل آباد۔ 15 اګست (اے پی پی) سټېټ بېنك آف پاكستان٬ سټېټ بېنک بېنکنګ سروسز آف پاکستان، ټول شېډولډ بېنکونه ، مالياتي ادارې او سټاک اېکسچېنجز نن د جمعې په ورځ د 6 ورځو رخصتيو څخه وروستو بيا خپلې كاروباري چارې پېل كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې حكومت د اګست 12 مې نېټې څخه تر ګل ورځې 15 اګست د لوئې اختر 4 رخصتۍ اعلان كړې وې۔ دې څخه وړاندې 10 اګست د خالي او 11 اګست د اتوار ورځ په مالياتي ادارو كښې اوونيزې رخصتۍ وې۔ دغسې 6 ورځو رخصتيو څخه وروستو نن بانكونه ٬ مالياتي ادارې ٬ سټاک اېکسچېنجز بيا خپلې كاروباري چارې پېل كوي۔ بلخوا امكان دې چې 6 ورځې بند كېدو څخه وروستو به دې بېنكونو كښې سخت رش وي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں