د ډاكټر ظفر مرزا په مشرۍ كښې پولي كلينك كښې د اصلاحاتي كمېټۍ غونډه

image

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم صحت لپاره خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا په مشرۍ كښې په پولي كلينك كښې د اصلاحاتي كمېټۍ اوومه غونډه د شورو په ورځ اوشوه۔ په غونډه كښې د صحت وفاقي سېكتر ډاکټر الله بخش ملك، نېشنل هېلت سروسز لپاره پارليماني سېکترې ډاکټر نوشين حامد، د پولي كلينك اېګزيکټو ډائريکټر او د كمېټۍ غړو ګډون وكړو۔ ډاکټر ظفر مرزا غونډې ته ووئيل د غونډې مقصد روغتون كښې د اصلاحاتو د لارې كاركردګي ښه كول دي دغسې چې د وزيراعظم د وژن له مخې يونيورسل هيلتھ کورېج ته د اولس رسنه باوري كړې شي٬ په دې لړ كښې د صحت په څانګه كښې د اصلاحاتو لړۍ په تندۍ سره روانه ده ۔ ده ووئېل اسلام آباد ښار ماډل هېلت سټي جوړولو لپاره عملي اقدامات پېل كړې شوې دغسې چې د صحت په اړه د شوي بدلون خواږه اولس ته ورسيي ۔ په دې موقع په نورو يو شمېر چارو هم غونډه كښې بحث اوشو۔(ګ ل

مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں