د آئي ټي وزير مملکت شزه فاطمه په مشرۍ كښې د آئي ټي او ټېلي كمميونيكېشن لپاره د فنکشنل کميټۍ وړومبۍ غونډه

image

اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د آئي ټي وزير مملکت شزه فاطمه په مشرۍ كښې د آئي ټي او ټېلي كمميونيكېشن لپاره د فنکشنل کميټۍ وړومبۍ غونډه د ګل په ورځ وشوه چې پكښې د آئي ټي سيکرټري کيپټن (ر) محمد محمود، د آئي ټي ممبر سيد جنيد امام، د ټيلي کام ممبر محمد جهانزيب رحيم او د فنانس ډويژن، د تجارت وزارت ، د سټيټ بينك، د پاکستان سافټ ويئر هاٶسز ايسوسي ايشن (پاشا) او د پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتھارټي (پي ټي اے) چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع سيکرټري جنرل پاشا نديم ملك د كمېټۍ چيئرمېن او د آئي ټي وزير مملكت ته د آئي ټي انډسټري لپاره د کيش ريوارډ سکيم په اړه بريفنګ وركړو٬ په غونډه كښې د آئي ټي کمپنو لپاره د کيش ريوارډ سکيم په متبادل سکيم غور وكړے شو او په دې لړ كښې يوه كمېټي جوړه كړې شوه چې پكښې به د آئي ټي ممبر سيد جنيد امام، سيکرټري جنرل پاشا نديم ملك او سټيټ بېنك لخوا يو استازے شامل وي

مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں