اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) خارجه چارو لپاره د قائمه كمېټۍ غونډه د سېنېټر عرفان الحق صديقي په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې وشوه ۔ د سينيټ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په غونډه كښې اقتصادي سفارتکاري او جيو اکنامکس پلو پام ګرځولو سره د خارجه وزارت د وړومبو سلو ورځو د پېشرفت جاج وراندې كړو۔ خارجه وزير د وزارت ترجيحات پشمول د اقتصادي بحالۍ، سفارتي ترقۍ او د نړيوالو شراكتدارو د لارې بهتر تجارت او سرمايه كارۍ په اړه ګډون كوٶنكي خبر كړل۔ ده ووئيل په مهمو كاميابو كښې د او آئي سي د مشرانو غونډه كښې په غزه كښې د جنګ بندۍ مطالبات٬ په نيوکليئر انرجي سمټ كښې ګډون او د متحده عرب امارات، سعودي عرب، چين، ايران او ازبکستان اهم سفارتي دورې شاملې دي۔ نائب وزيراعظم ګدون كوٶنكو ته ووئيل د دې دورو په مهال آئي سي ټي، د تجديد وړ توان او د ستراتېژك شراکت دارۍ پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو ته پام ګرځولے شوے۔ ده ووئيل يو اے اي د پخوانو لوظونو نه علاوه پاكستان كښې د 10 اربه ډالرو د سرمايه كارۍ لوظ كړے۔ خارجه وزير د کورئير سروسز د لارې د لرې پرتو سيمو وګړو لپاره د دستاويزات د تصديق سهولت لپاره اقدامات او د وزارت د نوې اقدام اپاسټائل تصديق باندې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د كمېټۍ چيئرمېن سينيټر عرفان صديقي جې د بهر هېوادونو مشنز كښې د پاکستاني ټرېډ اتاشي د كاركردګۍ جاج اغستو پوښتنه وكړه نو په دې خارجه سېكرټري ووئيل د منظور شوي پي آئيز په بنياد د كاركردګۍ رپورټس هر درې مياشتې پس جاج اخستلے كېږي۔ دغسې خارجه وزير په دوحه غونډه كښې د بحث لاندې راغلو امنيتي او د صحت مسئلو په اړه افغانستان سره د انګيجمنټ په اړه كمېټۍ ته بريفنګ وركړو۔ ده په واضح توګه ووئيل پاکستان اوس په سفارتي توګه نتها نه دے٬ پاكستان نړۍ سره منسلك دے او نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كاري د راغب كولو هڅه كوي۔ په مېنځنۍ آسياء كښې پاكستانو زده كوٶنكو ته د ورمخې ته مسئلو په اړه اندېښنې لرې كولو سره خارجه وزير د زده كوٶنكو مرستې او استوګنې لپاره د هڅو باور وركړو۔ ده ووئيل د حكومت په هڅه په كرغزستان كښې تعليم ترلاسه كوٶنكو 11 زره زده كوونكو كښې 4800 د وړاندې نه پاكستان ته رارسېدلي وو ۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، سينيټرز شيري رحمان، رانا محمود الحسن، روبينه قائم خاني، انوار الحق کاکړ، ډاکټر افنان الله خان، لياقت خان ترکئي، محمد عبدالقادر، خارجه سيکرټري او د خارجه دفتر ايډيشنل سيکرټريز سره سره نورو هم ګډون وكړو۔