د مذهبي چارو او مذهبونو ترمينځه د همغږۍ وزارت د سيوري لاندې د هولي دستوره به(نن)كېږي

image

اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) د مذهبي چارو او مذهبونو ترمينځه د همغږۍ وزارت د سيوري لاندې په وفاقي پايه تخت كښې د هندوانو مذهبي تهوار هولي دستوره به(نن)د نهې پھ ورځ كېږي۔په دې موقع به د مذهبي چارو او مذهبونو ترمينځه د همغږۍ وفاقي وزير پيرنورالحق قادري خاص مېلما وي۔د هولي په دستوره كښې به د مذهبي چارو پارليماني سېكتر آفتاب جهانګير٬د بشري حقونو وزارت پارليماني سېكتر لال چاند مالهي٬اېم اېن اے ډاكټر رمېش كمار٬سناتور ډاكټر اشوك كمار٬اېم اېن اے شنيله رته٬اېم اېن اے جمشيد تهامسن٬اېم اېن اے جيمز اقبال او د هندو مذهبي لارښود پنډت چنالال ګډون كوي۔وزارت په سركاري توګه د هندو كميونټۍ او نورو ته د هولي په موقع د ګډون كولو بلنه وركړې

مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں