د ازبك نائب وزیراعظم د پاكستان دورہ به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د معاشي شراكت دارۍ او په منطقه كښې هپ روابطو زياتولو كښې مهم كردار ولوبوي

image
APP08-15 MULTAN: May 15 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi addressing a press conference at Circuit House. APP Photo by GM Kashif

اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د ازبك نائب وزیراعظم د پاكستان دورہ به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د معاسي شراكت دارۍ او په منطقه كښې هپ روابطو زياتولو كښې مهم كردار ولوبوي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت حجم تر 300 مېليونه ډالرو رسولو لپاره سلا شوې ده۔ د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې د دواړو هېوادونو د پلاويو ترمېنځه مذاكرات پېل شوي٬ د ازبکستان پلاوي مشري الیور وغنیوف او د پاكستاني پلاوي مشري مخدوم شاہ محمود قرېشي كوله۔ د ازبكستان د نائب وزیراعظم په پلاوي كښې د سرمايه كارۍ٬ په بهر هېواد كښې د تجارت او د مواصلاتو نائب وزيران شامل وو۔ په مذاكراتو كښې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ اقتصادي او تجارتي څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمېنځه په شويو ملاقاتونو كښې په پرېكړو د عملدرآمد هم جاج واخستې شو۔ په دې موقع ازبك نائب وزیراعظم په تود هركلي كولو د خارجه وزير خاص مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں