د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د وفاقي حكومت د معاشي پالېسو نتيجې راوځي

image

اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د وفاقي حكومت د معاشي پالېسو نتيجې راوځي٬ بهر مېشته پاكستانيانو هېواد ته راستنېدو سره په پاكستان كښې په سرمايه كارې كولو كښې دلچسپي ښودلې۔ د تحريك انصاف د مېډيا مركزي څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د 80 په لسيزه كښې امريكې ته تللي سيد سېف الدين خپل ټول كاروبار پاكستان ته د منتقل كولو اعلان كړے۔ ده دا اعلان د خالي په ورځ د تحريك انصاف په مركزي سېكرټرېټ كښې مركزي عمومي سېكتر ارشد داد سره د ملاقات په مهال كړے۔ ده د پاكستان تحريك انصاف په مشرتابه٬ منشور او د وفاقي حكومت په پالېسو د بشپړه باور څرګندونه كړې او وئيلي ئې دي چې هغه په كال 1984م كښې اعلٰي تعليم لپاره پاكستان پريښې و او بيا 35 كاله په امريكا كښې مېشته و او د شپې ورځې په خوارې ئې كاروبار وكړو۔ سېف الدين ووئيل چې ده د لاطيني امړيكې پشمول 58 هېوادونه او د دې نظام ولېدو۔ د وطن نه لرې د پاكستان په ورانېدونكو حالاتو به اندېښمن و۔ د وزيراعظم عمران خان د راتللو نه پس حالات په تندې سره د بهترې په پلو روان دي۔ د وزيراعظم په خواست مې ټول كاروبار پاكستان ته د راوړلو پرېكړه كړې۔ وزيراعظم زما پشان د لكونو په شمېر پاكستانيانو ته مثبت پېغام وركړے۔ ده ووئيل چې په ټوله نړۍ كښې مېشته پاكستانيانو ته خواست كوم چې په پاكستان كښې په سرمايه كارې كولو غور وكړي۔ مركزي عمومي سېكتر ارشد داد په تحريك انصاف كښې په ګډون كولو د سيد سېف الدين د پرېكړې هركلې وكړو۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین
متعلقہ مضامین
مزید خبریں