د وزيراعظم عمران خان د جي ډي اے پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

image
APP57-21 KARACHI: October 21 - Prime Minister Imran Khan meeting with delegation of Grand Democratic Alliance (GDA) at Governor House. APP photo by Syed Abbas Mehdi

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي “احساس”او”صحت انصاف”پروګرامونو له به تر دننه سندھ پراختيا وركولې شي۔ده دا خبره په كراچۍ كښې د ګرين ډيموكرېټك الائنس پلاوي سره په ملاقات كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔د ګل په ورځ د وزيراعظم مېډيا آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په پلاوي كښې سناتور مظفر حسین شاہ، د قامی اسمبلۍ غړې غوث بخش مهر، د سندھ اسمبلۍ غړو سائرہ بانو، د قامی اسمبلۍ غړې علی نواز شاہ، عبدالرزاق، علی غلام، علی ګوهر خان مهر، عارف مصطفی جتوئی، حسنین علی مرزا، محمد رفیق، محمد راشد شاہ، محمد شهریار خان مهر، نند کمار ګوکھانی، نصرت سحر عباسی، شمس الدین، وریام فقیر او معظم عباسی شامل وؤ۔ ملاقات كښې د سندھ ګورنر عمران اسماعیل، پارلیمانی چارو وفاقی وزیر اعظم خان سواتی، مخدوم خسرو بختیار، سیّد علی زیدی، فیصل واوډا، خاص مرستيال ندیم بابر او اسد عمر هم موجود وؤ۔ ملاقات كښې د جی ډی اے پلاوي په خپلو سيمو كښې د پېښو ستونزو څخه وزیراعظم خبر كړو۔په دې موقع وزیراعظم پلاوي له باور وركړو چې ”احساس” او ”صحت انصاف” پروګرامونو له به تر دننه سندھ پراختيا وركولې شي

مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں