د قاسم خان سوري د “پاكستان ته د پېښو تعليمي چېلنجونو مخنيوي” په سرخط ملي كنفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسبملۍ دوهم سپيكر قاسم سورې وئيلي دي د حكومتي پاليسو په سوب هېواد كښې معاشي استحكام راروان دے٬ نن د پاكستان د اقتصادي پرمختګ په اړه موډيز او د نړيوالو ادارو راپورونه د ټولو په وړاندې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د “پاكستان ته د پېښو تعليمي چېلنجونو مخنيوي” په سرخط ملي كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان هېواد كښې د تعليم نظام بهتري غواړي٬ اېسډي جيز فور هدفونه ترلاسه كولو لپاره د وفاق او صوبو يو موټې كېدل ضروري دي۔ د كنفرنس اهتمام انسټي ټيوټ آف سوشل اېنډ پاليسي سائنسز (آئي سېپس) كړې ٶ۔ ده ووئيل د جديدو تقاضو له مخې تعليمي نظام كښې بهتري د وخت ضرورت دے٬ ده ووئيل تعليم عام كول يو لوے چېلنج دے۔ ده ووئيل اوسني حكومت اقتدار ترلاسه كولو سره يو شمېر ستونزو سره مخ ٶ٬ خزانه خالي او ادارې ړنګې وي۔ ده ووئيل حكومتي پاليسو په سوب هېواد كښې معاشي استحكام راروان دے٬ نن د پاكستان د اقتصادي پرمختګ په اړه موډيز او د نړيوالو ادارو راپورونه د ټولو په وړاندې دي

مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں