وزيراعظم عمران خان د جمعې پھ ورځ د كمپائن پرانسته وكړه

image

اسلام آباد 13 دسمبر(اے پی پی)د پوليو مخ نيوي له په ګرد هېواد كښې مهم كمپائن به د دسمبر 16مې نېټې ګل ورځې څخه پیل كېږي۔وزيراعظم عمران خان د جمعې پھ ورځ د كمپائن پرانسته وكړه۔پاكستان پوليو څخه د پاكولو قامي بېړني اېكشن پلان(اېن اي اے پي 2020)تر سيوري لاندې حكومت به ټول هېواد څخه د پوليو خاتمې له ګامونه پورته كوي٬په دې لړ كښې به د هېواد په هره سيمه كښې ټول كال كوچنيانو ته پوليو څخه د ساتنې څاڅكي وركول باوري كولې شي۔ د پروګرام په مهال به د محصوص سيمو ضروريات نظر كښې نيولو سره د دې كمپائن كاميابۍ له تګلاره وضعه كولې شي۔په دې لړ كښې به د مېډيا او سوشل مېډيا د لارې شعور بېدارولې شي او د بېلو كميونيټيز باور ترلاسه كولو سره به دوي قائل كولې شي او دا پروګرام به د دوي لپاره د قبلولو وړ جوړولې شي۔د پوليو مهم كمپائن كښې به 3 كروړه 60 لكه څخه زيات كوچنيانو ته د پوليو څاڅكي وركولې شي او دې كمپائن كښې به 2 لكه 60 زره هېلت وركرز برخه اخلي

مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں