اسلام مونږ ته د امن او دوستي درس راكوي٬ اسلام د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ ډاډګيرنه كوي كوم چې د وخت اهم ضرورت دے، د رامخې ته مسئلو او چېلنجونو لاره نيولو لپاره به د بيان بازۍ او پروپېګنډې نفي كول وي۔ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير

image

پېېنډي 25 دسمبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير وئيلي دي چې اسلام مونږ ته د امن او دوستي درس راكوي٬ اسلام د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ ډاډګيرنه كوي كوم چې د وخت اهم ضرورت دے، د رامخې ته مسئلو او چېلنجونو لاره نيولو لپاره به د بيان بازۍ او پروپېګنډې نفي كول وي، د قامي مسئلو په اړه سم نقطه نظر٬ صداقت او په علم اډانه رائے ساتلو ته اړتيا ده٬ د پاکستان دښمن مذهبي٬ نسلي او سياسي كمزورۍ استعمالولو سره نفرت پېدا كول غواړي، مونږ له به د يو عزم لرونكي او قوي قام په توګه رامخې ته كېدو لپاره يو موټې كېدل وي۔ د آئي اېس پي آر له مخې ده دا خبرې په كرائس چرچ كښې د مسيحي ورورولۍ دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ د كليسا انتظاميې د سرلښكر هركلے وكړو او په اختر كښې په شركېدو ئې د دوي مننه وكړه۔ په دې موقع سرلښكر په پاكستان كښې مېشته ټولو مسيحيانو ته د كرسمس مباركي وركولو سره دوي لپاره د احترام څرګندونه وكړه۔ جنرال عاصم منير خپلې وېنا كښې ووئيل چې د پاکستان دښمن مذهبي٬ نسلي او سياسي كمزورۍ استعمالولو سره نفرت پېدا كول غواړي، مونږ له به د يو عزم لرونكي او قوي قام په توګه رامخې ته كېدو لپاره يو موټې كېدل وي۔ سرلښكر د يو متحد او ترقي پسند پاكستان لپاره د قائد په حقيقي وژن عمل كولو او په ټولنه كښې د مذهبي همغږۍ په وده زور وراړو۔ په دې موقع سرلښكر د قائداعظم په 147 زېږون ورځ د دوي عظيم وژن او قيات ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ جنرال عاصم منير په 11م اګست كال 1947 دستور ساز اسمبلۍ د خطاب په مهال د قائد د تاريخي کلماتو حواله وركول سره ووئيل چې قائداعظم فرمائيلي ٶ چې تاسو آزاد ئي٬ تاسو خپلو درمسالونو ته تګ لپاره آزاد ئې٬ قائداعظم فرمائيلي تاسو په رياست پاكستان كښې خپلو جوماتو او يا د عبادت نورو ځايونو ته په تللو كښې آزاد ئې۔ سرلښكر په ټولو څانګو او ډومينز كښې د پاكستان د ټولې مسيحي ورورولۍ د خدماتو او قربانيو اعتراف هم وكړو

مضمون کا ماخذ : فنکی پھل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں