اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې پاکستان چين سره د ورورولۍ اړيكي لا قوي كولو له لوظي دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده چين كښې د پاکستان نوې سفير خليل هاشمي سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د نهې په ورځ ملاقات كړې ؤ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم په نوې ذمه وارو ترلاسه كيدو خليل هاشمي لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ چين لپاره تعينات شوې نوې سفير خليل هاشمي د پاك چين اړيكو په اړه وزيراعظم څخه لارښودنه ترلاسه كړه۔ نګران وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې خليل هاشمي به د چين او پاکستان اړيكو لا مستحکمولو له خپل فعاله کردار ترسره كړي