اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټرې شاهيرہ شاهد په ټرافيكي پېښه كښې د پي ټي وي كوئټه سنټر د چيف كېمره مېن احمد خان سولنګي او کېمرہ مين ظفر علي په مړينه د غمرازۍ څرګندونه كړې ده ۔ دې د زيارت په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه او د ارواښادو لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ دغسې وفاقي سېكرترې په پېښه كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده