د پاکستان او ایران ترمينځه تاؤ ترېښوالې ختمول د سیمې د هېوادونو او وګړو په ګټه دې۔ حافظ محمد طاهر محمود اشرفي

image

اسلام آباد 20 جنوری (اے پی پی) د پاكستان د علماﺀ كونسل چيئرمېن او د مذهبي همغږۍ او منځني ختيز لپاره د پاكستان د وزيراعظم خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې د پاكستان او ايران شخړې ختمول د هېوادونو او وګړو په په ګټه دي۔ د خالي په ورځ په خپله يوه وينا کښې ده ووئيل پاکستان د ايران پشمول ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيکې غواړي۔ ده وئويل چې د ايران لخوا د پاکستان د پولې خلاف ورزي په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده، حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئويل چې د قامي سلامتيا كمېتۍ پرېکړې ته د قوم ملاتړ ترلاسه دې ۔ ده ووئيل مونږ اول مسلمانان یو او بيا زمونږ ترمينځه فرقې او قبيلے وروستو دي ۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په ضد د پاكستان كردار په ډاګه دې ٬ د پاكستان سلامتيا٬ استحكام او خودمختاري تر ټولو اول ده۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں