د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د سي پيك د كاميابۍ د عزم پخلے٬ د روانو منصوبو په وخت ترسره كولو لپاره په ګډه د كار كولو په ضرورت زور

image

اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) کاميابۍ لپاره د پاكستان د بشپړه عزم پخلي كولو سره دواړو ډلو له د روانو منصوبو په وخت ترسره كولو لپاره په ګډه د كار كولو په ضرورت زور راوړے دے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره د چين نائب خارجه وزير سن ويډونګ ملاقات كړې٬ په دې موقع ده د چين د نائب خارجه وزير او د ھغه د پلاوي د غړو هركلي كولو سره وزيراعظم ووئيل چې پاكستان چين سره خپلې سپرلي خېزې همكارۍ ته په درنه سترګه ګوري٬ په اکتوبر كال 2023 كښې د بېلټ اېنډ روډ درېم فورم لپاره د بيجنګ خپلې دورې ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل زه د صدر شي جن پنګ او د وزيراعظم لي کي کيانګ پاکستان لپاره د ګرمجوشۍ جذباتو ډېر متاثره كړې يم۔ شوې ۔ ده د چېن قيادت لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ وزيراعظم انوار الحق کاکړ د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) کاميابۍ لپاره د پاكستان د بشپړه عزم پخلي كولو سره په دې خبره زور راوړے دے چې د دواړو هېوادونو ډلې دې د روانو منصوبو په وخت ترسره كولو لپاره په ګډه كار وكړي۔ د ملاقات په مهال د پاك چين اړيكو سره سره په سيمه ايز صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د چين نائب وزير خارجه په ملاقات د وزيراعظم مننه وكړه او ھغه ئې د دورې په مهال د ترسره شوې بېلا بېلو ملاقاتونو څخه خبر كړو۔ ده د چين قيادت لخوا وزيراعظم له خاص مباركي وركړه۔ ده ووئيل چې چين او پاكستان مضبوط ورونړا هېوادونه دي۔ ده باور وركړو چې چين به د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې تل د باور وړ همكار پاتے كېږي۔

مضمون کا ماخذ : números quina hoje
متعلقہ مضامین
مزید خبریں