نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د پشين خانو زئۍ او قلعه سېف الله سيمو كښې د چاٶدنو غندنه وكړه

image

اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د بلوچستان صوبې د پشين په خانو زئۍ او قلعه سېف الله كښې د چاٶدنو غندنه كولو سره په پېښه كښې په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې ۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په چاٶدنو كښې د شهيدانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كړې۔ وزيراعظم ژوبل شوو ته طبي مرسته وركولو لپاره د بلوچستان چيف سېكرټري ته امر كولو سره د پېښو رپورټ غوښتے دے ۔ وزيراعظم ووئيل د سولې ثبات وضعه خرابوٶنكو هره هڅه به ناكامه كوٶ، حکومت سوله ايزو ټولټاكنو كولو له عزم لري۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں