په سوشل ميډيا د نادرا په نامه د جوړ شويو جعلي پيجز، ويب پاڼو د لارې جعلساز عناصرو نه ځان وساتۍ ۔ د نادرا خبردارې

image

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) نيشنل ډيټا بېس رجسټريشن اتھارټۍ (نادرا) اولس ته غږ كړے دے چې په سوشل ميډيا د نادرا په نامه جوړ شويو د جعلي پيجز، وېب پاڼو د لارې جعلساز عناصرو نه ځان وساتۍ۔ د نادرا چارواكو لخوا په اولس كښې شعور بېدارولو لپاره په جاري كړې شوي پېغام كښې وئيلې شوي دي چې په انټرنيټ او سوشل ميډيا د نادرا په نامه جوړ كړې شوې جعلي پيجز او د وېب پاڼو د لارې جعلساز عناصر په ټګۍ د وګړو شناختي معلومات ترلاسه كوي او بيا د ھغې ناسم استعمال كوي٬ دې لپاره اولس دې خپل شناختي کارډ نمبر، د اجراء تاريخ، د زېږون نيټه، د مور نامه د ضرورت نه غېر چا ته نه ښائي۔ د نادرا په اړه ټول معلومات يا اپ ډيټس زمونږ په وېب پاڼه يا آفيشل سوشل پلېټ فارمز فيس بُک: https://www.facebook.com/NADRAPAKISTANOFFICIAL
انسټاګرام: ‏https://www.instagram.com/nadrapak_official ايکس(ټويټر): https://x.com/NadraPak
ويب سائټ: ‏www.nadra.gov.pk هيلپ لائن: 051111786100 او موبائل صارفين څخه د 1777 د لارې ترلاسه كېدې شي

مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں