وزيراعظم عمران خان وزيراعظم هاؤس ته په راتګ د برتانيې شاهي جوړی تود هركلے وكړو

image
APP60-15 ISLAMABAD: October 15 - Prime Minister Imran Khan receiving Duke and Duchess of Cambridge. APP

اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان په دوره راغلې د برتانيې شهزاده وليم خپلې كورنۍ ډچز آف كيمبرج مېډلټن په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات كړې۔وزيراعظم عمران خان د نهې پھ ورځ وزيراعظم هاؤس ته په راتګ د برتانيې شاهي جوړی تود هركلے وكړو۔ ده د شاهي مېلمنو په درناوي كښې د ماسپخښين مېلمستيا هم وكړه۔ د دې څخه وروستو شاهي جوړې وزيراعظم سره ملاقات وكړو كوم چې يوه نيم ساعت دوام لرلو۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬خارجه سېكتر سهيل محمود٬د برتانيې هائي كمشنر تهامس ډريو او شهزاده وليم پرنسپل پرائيوېټ سېكتر سائمن كېس هم موجود وو۔ شاهي جوړې دې څخه وړاندې د انجونو سركاري هائي سكول يونيورسټي كالونۍ دوره وكړه۔ شهزاده وليم او شهزادې كېټ مډلټن د سكول كوچنيانو سره ستړې مشي وكړل۔شهزاده وليم او د هغه كورنۍ د سكول بېلې برخې وكتلې۔په دې موقع د سكول انتظاميې شاهي جوړې ته د سكول په اړه بريفنګ وركړو او هغوي يې په پاكستان كښې د تعليم نظام په اړه هم خبر كړل

مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں