د وزیراعظم شهباز شریف صدارتی محل ته تګ،د تاجکستان صدر امام علی رحمان د هغه تود هركلے وكړو

image

دوشنبه 02 جولائی (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف صدارتې محل ته په تګ د تاجکستان صدر امام علی رحمان د هغه تود هركلے وكړو۔ وزیراعظم شهباز شریف په اعزاز كښې د ګارډ اف آنر دستوره وشوه چې پكښې د تاجکستان وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې وزیراعظم ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ دغسې وزیراعظم شهباز شریف د ګارډ آف آنر معائنه وكړه۔په دې موقع د دواړو هېواونو قامی سرودونه وغږولې شول ۔د تاجکستان صدر د خپلې کابینې غړي وزیراعظم محمد شهباز شریف سره معارفي كړل۔په دې موقع وزیراعظم هم د خپل پلاوي غړي د تاجکستان صدر سره معارفي كړل۔

مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں