د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د سندھ ګورنر عمران خان اسماعيل سره وليدل

image
APP31-04 KARACHI: November 04 - Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhary Fawad Hussain talking to Governor Sindh Imran Ismail at Governor House. APP photo by Syed Abbas

كراچي 04 نومبر (اے پي پي﴾ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د سندھ ګورنر عمران خان اسماعيل سره د اتوار په ورځ په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د سرمايه كارۍ سازګار ماحول٬د وفاقي حكومت په پرمختيائي پروژو او نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ فواد چوهدري ووئيل چې وفاقي حكومت د ټول هېواد د يو ډول پرمختګ پھ وژن عمل كوي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د نوې پاكستان خوب به ضرور پوره كېږي۔ په دې موقع د سندھ ګورنر ووئيل چې كراچۍ د هېواد معاشي مركز دے٬د وفاقي حكومت د پرمختيائي پروژو څخه به د ښار انفراسټركچر ښه شي۔ د سندھ ګورنر ووئيل چې د امن او امان صورتحال كښې د ښه والي نه وروستو سرمايه كارۍ لپاره سازګار ماحول جوړ شوے۔ د ملاقات په مهال د وزيراعظم لخوا كراچۍ لپاره په اعلان شوي پرمختيائي پېكج هم خبرې وشوې۔ په دې موقع د اطلاعاتو وزير ووئيل چې كراچۍ پرمختګ وكړي نو هېواد به پرمختګ وكړي

مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں