د روغتيا او د تعليم د اسانيو وركړه خلق د غربت نه د ويستلو غوره طريقه ده

image

پېنډې 14 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د روغتيا او د تعليم د اسانيو وركړه خلق د غربت نه د ويستلو غوره طريقه ده٬ د روغتيا په څانګه كښې به نجي څانګې ته فعاله كردار ترسره كول وي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د پنجاب هېلتھـ فاؤنډېشن د روډ شو دوهمې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ اولس مشر ووئيل چې د روغتيا په څانګه كښې د هېلتھـ كارډ اجرا لوي پرمختګ دے۔ ده ووئيل چې پھ نړۍ كښې د روغتيا په څانګه كښې نجي څانګه مهم كردار ترسره كوي۔ په پاكستان كښې به هم د روغتيا په څانګه كښې نجي څانګې ته خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل چې په ټولنه كښې د ناروغيو مخ نيوي لپاره اختياط ضروري دے۔ ده مثال وړاندې كولو سره ووئيل چې په اختياط يوه روپې خرڅ كولو سره د علاج 100 روپې بچ كېدے شي۔ ده ووئيل چې د صحت مند چارو نه لرې كېدو له امله ناروغې خپرېږي۔ اولس مشر ووئيل چې ده د روغتيا وزير ته په هېواد كښې د فټنس ډے لمانځلو تجويز وركړے۔ ده ووئيل چې د روغتيا او تعليم په څانګو كښې د شويو اقداماتو اثرات به ډېر زر په نظر راشي۔

مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں