اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار سره د اسيائي پرمختيائي بانك ډائرېكټر جنرل ليپج وارنر په مشرۍ كښې پلاوي د ګل په ورځ ليدې دي۔په دې موقع د انفراسټركچر غړې٬پرائيوېټ سېكټر ډوېلپمنټ غړې او نور اړوند افسران هم موجود ؤ۔وفاقي وزير د پلاوي هركلي كولو سره په پاكستان كښې د انفراسټركچر بحالۍ كښې د اسيائي پرمختيائي بانك كردار وستائېلو۔وفاقي وزير پلاوي ته ووئيل چې حكومت د هېواد وګړي د دې قابل جوړوي چې هغوي د خپلو ذريعو څخه وسائل پیدا كړي۔دې مقصد لپاره په ټول هېواد كښې د 50 ښارونو انقراسټركچر ته پام لرنه كېږي۔ده ووئيل چې داسې پروژو ته پام لرنه كېږي د كومو څخه به چې قامي كچه خلكو ته د روزګار موقعې ترلاسه شي٬حكومت نجي سېكټر ته هم پام لرنه كوي او په حكومتي كچه به د اولس خذمات ته باورې كولې شي۔په دې موقع د اسيائي پرمختيائي بانك(اے ډي بي)پلاوي باور وركړو چې د پاكستان حكومت سره به لوكل كرنسي بانډ وسائلو ته رسنه كښې معاونت وركولې شي۔د دې نه علاوه د اے ډي بي ادارو د كار استعداد زياتولو كښې هم مرسته كونكې ثابت شي۔د اے ډي بي ډائرېكټر جنرل ليپچ وارنر دا هم ووئيل چې اسيائي پرمختيائي بانك د كراچۍ نه علاوه د پنجاب حكومت سره هم په بېلو پروژو كار كوي۔وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار پلاوي ته ووئيل چې په پبلك سېكټر بوج كمولو لپاره حكوت سره په ګډه پروژې پېل كولې شي او پبلك سېكټر به په ځاي كچه د دې قابل جوړولې شي چې حكومت سره په كډه پرمختيائي عمل كښې برخه واخلي