خزانې لپاره د وزيراعظم صلاحكار عبد الحفيظ شېخ اېف بي آر ته د محصولاتو ترلاسه كولو نظام لا آسان جوړولو او د ټېكس په بنياد دې ته د پراختيا وركولو هدايت

image

اسلام آباد ۔ 26 مئی (اے پی پی) خزانې لپاره د وزيراعظم صلاحكار ډاكټر عبد الحفيظ شېخ اېف بي آر ته د محصولاتو ترلاسه كولو نظام لا آسان جوړولو او د ټېكس په بنياد دې ته د پراختيا وركولو هدايت كړې دې۔ ده دا هدايت د راروان مالي كال بجټ سره د اړوندو وړاندېزونو جاج اخستلو له د رابللې شوې غونډې مشري كولو په مهال وكړو۔ د فېډرل بېورو آف ریونیو(اېف بی آر) چیئرمېن شبیر زیدی د راروان كال بجټ سره د اړوندو وړاندېزونو په اړه پرېزېنټېشن وړاندې كړو۔ ده غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته د ټېكس بنياد پراخا كولو او هېواد لپاره محصولاتو كښې د زياتوالي په لړ كښې د بېلو ګامونو وړاندېزونه هم وركړل۔ د وزيراعظم صلاحكار ډاكټر عبد الحفيظ شېخ اېف بي آر ته د محصولاتو ترلاسه كولو نظام لا آسان جوړولو او د ټېكس په بنياد دې ته د پراختيا وركولو هدايت وكړو۔ غونډه كښې تجارت لپاره د وزيراعظم صلاحكار عبد الرزاق داؤد ٬ د محصولاتو دوهم وزير حماد اظهر او د خزانې وزارت اعلی چارواكو هم ګډون وكړو

مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں