په سي پېك منصوبو د عملدرآمد مخلصانه هڅې رنګ راوړي۔ د پاکستان او چین د ګډې پاور پلانټ پرانسته خوشبينه ده۔ د ډاکټر فردوس عاشق اعوان ټویټ

image

اسلام آباد ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خصوصي مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي سي پېك سره د تړلې خوبونو د تعبير وخت راغلې دې۔ په سي پېك منصوبو د عملدرآمد مخلصانه هڅې رنګ راوړي۔ د پاکستان او چین د ګډې پاور پلانټ پرانسته خوشبينه ده۔ د نهې په ورځ ډاکټر فردوس عاشق اعوان خپل ټويټ كښې ووئيل د موجوده حكومت د سپېځلتيا او د بدعنوانۍ په ضد عزم ته پام كولو سره بهرنۍ كمپنۍ پاكستان كښې سرمايه كارۍ كولو كښې ژوره خوښي لري۔ دې ووئيل سندھ او بلوچستان د پاكستان دوه ښكلې ګلدستې دي۔ وزیر اعظم عمران خان د سندھ او بلوچستان پسماندګی لرې كولو او د دغې ځايونو د اولس د ژوند معيار ښه كولو له مخلصانه هڅې كوي۔ دې ووئيل بلوچستان بلها قدرتي پنګې لري او كه لوئے څښتن ته منظور وي نو دا صوبه به ډېر زر د پرمختګ او سوكالۍ منزل ته ورسي

مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں