لنډ مهاله اولس مشر صادق سنجراني د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره ملاقات

image
APP26-22 ISLAMABAD: October 22 - Acting President Muhammad Sadiq Sanjrani offering Fateha for the departed soul of uncle of Speaker National Assembly Asad Qaiser. APP

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پی پی) لنډ مهاله اولس مشر صادق سنجراني د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د هغه په استوګنه ملاقات وكړو او هغه سره ئې د هغه د تره ملك محمد نظيف خان په مړينه غمرازي وكړه كوم چې د اتوار په ورځ په صوابې كښې په حق رسېدلې ؤ۔ لنډ مهاله اولس مشر دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ د بلوچستان نېشنل ګوند چيئرمېن سردار اختر مېنګل٬ د قامي اسمبلۍ پخواني سپيكر سردار اياز صادق٬ په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر شبلي فراز او دوهم وزير شبير علي قريشي هم سپيكر سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل او د هغه د تره په مړينه ئې غمرازي وكړه۔ د دې نه علاوه د قامي اسمبلۍ غړو هم سپيكر سره ملاقاتونه وكړل او غمرازي ئې وكړه۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د سپيكر د تره بخښنې لپاره د دعا دستوره كښې دعاګانې وكړې شوې

مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں