د مواصلات او پوسټل سروسز وفاقې وزير مراد سعید د بلاول اولسي غونډې ته په وېنا غبرګون

image

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پی پی) د مواصلات او پوسټل سروسز وفاقې وزير مراد سعید وئېلې دي كاغذ لرونكې چیئرمین سره كه د كولو لپاره هيڅ نشته نو خپله وېنا خو دې بدله كړي ، د دوي په نزد جمهوریت د کرپشن او لوټ مار د آزادۍ نامه ده ، د سندھ اولس د حادثاتې چیئرمین د ”جمهوریت” سزا تېروي ۔ د پاکستان تحریک انصاف د مرکزې میډیا څانكې له خوا د بلاول په وېنا په وركړي ځواب كښې مراد سعید ووئېل د پرچې لرونكې چیئرمین په نزد جمهوریت د کرپشن او لوټ مار د آزادۍ نامه ده، پرچه لرونكې چیئرمین هغه جمهوریت غواړي چې پكښې د ده د پلار د لوټ مار حساب اونه غوښتې شي۔ ده ووئېل بلاول زردارې او د ده د پلار ”جمهوریت” اولس له غربت، جهالت او د اسانيو لوټ مار وركړې ۔ د مواصلات وزير ووئېل بلاول هغه جمهوریت غواړي چې پكښې سراج درانیانو او شرجیل میمنانو ته د واردات کولو آزادي وي۔ مراد سعید ووئېل د پاكو او بې پرې ټول ټاكنو كولو مقصد د پیپلز پارټۍ مقصد نه ؤ او نه شته ، د پرچې لرونكې چیئرمین خبر دے كه ټول ټاكنې پاكې او بې پرې اوشوې نو يو یونین کونسل به هم په لاس ورنشي ۔ده ووئېل بلاول دې ځان پوهه كړي ټول ټاكڼې به هم پاكې وي او سندھ بھ هم د لوټ كوونكو څخه خلاص شي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں