د وزيراعظم عمران خان د نشائي توكو مخنيوي له د ”زندګی” اېپلی کېشن پرانستې دستورې ته خطاب

image

اسلام آباد ۔ 6 جنوری (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان وئيلي دي نشائي توكي او په كوچنيانو جنسي تشدد لويه مسئله جوړه شوې۔ پاكستان لپاره دا د شرم وړ خبره ده۔ يوه اداره يا يوه څانګھ په دې مسئلو قابو نشي موندلې ٬ مور ٬ پلار ٬ استاذان ٬ آئمه كرام او د علماﺀ كرامو په شمول ټول قام له به په ګډه د دې په ضد اودرېدل او دا جنګ ګټل وي۔ ده د ګل په ورځ د نشائي توكو مخنيوي له د ”زندګی” اېپلی کېشن پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔ په دې مهال داخله وزير برېګیډیئر (ر) اعجاز احمد شاہ، د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان، د نشائي توكو مخنيوي دوهم وزير شهریار آفریدی او روغتيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا هم موجود وو۔ وزیراعظم د نشائي توكو په ضد د مبائل اېپلی کېشن په جوړولو او پېل اړوندو ادارو له مباركي وركولو سره ووئيل منشيات كارول زلمې كول تباه كوي۔ ده ووئيل دا زمونږ د ټولنې لويه مسئله جوړه شوې ولې د بده مرغه په دې اړه اولس زيات شعور نه لري۔ ده ووئيل وړاندې به مو اورېدل چې د نشائي توكو استعمال د پوهنتونونو په كچه زده كوؤنكي كوي ولې اوس د سكولونو بچي هم په دې لعنت اخته كېږي۔ ده ووئيل كوچنيانو سره د جنسي زياتي مخ په زياتېدونكې پېښې ډېرې خطرناكې دي۔ دا هم لويه مسئله ده او د شرم له كبله خلق په دې خبره نه كوي۔ ده ووئېل دا مسئله د يوې وباﺀ په ډول خپره شوې۔ زمونږ حكومت په دې حقله ډېر كار كړې ۔ ده ووئېل د موبائل فون د لاسه نشائي توكې او كوچنيانو سره د زياتي پېښې مخ په زياتېدو دي او ټولنه كښې تباهي خپرېږي۔ مونږ له به په دې صورتحال قابو موندلو له په بېړنو بنيادونو ګامونه پورته كول وي۔ ده ووئېل دا د اے اېن اېف او پوليس په شمول د كومې يوې څانګې كار نه دے بلكې ټولو قام له به د دې په ضد اودرېدل وي ولې چې كله كوم قام پرېكړه وكړي نو هغه كار ممكن شي۔ وزیراعظم ووئيل دې اېپ سره به د كوچنيانو مور او پلار كښې د دې مسئلې په اړه شعور پېدا كولو له مرسته ترلاسه شي۔ استاذان ٬ علماﺀ كرام ٬ آئمه حضرات او خطيبان هم په دې لړ كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل د منشياتو په خپرېدو كښې مافيا ككړه ده ۔ دا مافيا ډېره پېسه لري هغوي خلق د پېسې د لارې اخلي او پوليس ته هم رسنه لري۔ له دې كبله په ځينې وختونو د دوئي خلاف د كارروائۍ نتيجې نه رامخې ته كېږي او نشائي توكي لكه د كېنسر خپرېږي۔ وزیراعظم ووئيل كوچنيانو سره جنسي زياتې پاكستان لپاره د شرم وړ دے۔ په قامي كچه صوبو او انتظاميې سره په ګډه به مونږ له د دې چېلنجونو مقابله كول دي۔ دې څخه وړاندې وزیراعظم د نشائي توكو مخنيوي له د ”زندګی” اېپلی کېشن پرانسته وكړه۔ د نشائي توكو مخنيوي دوهم وزير شهريار آفريدي دستورې ته خطاب كښې ووئيل نشائي توكي خرڅونكي د ټولنې دښمنان دي۔ په زلمي كول كښې د نشائي توكو په اړه شعور بېدارول ډېر ضروري دے او په سكولونو او پوهنتونونو كښې د نشائي توكو كارول د اندېښنې وړ دي۔ ده ووئيل مونږ له به په ګډه خپل زلمې كول د دې ناسور څخه بچ كول وي۔ ده ووئيل د دې اېپلي كېشن مقصد د نشائي توكو په ضد شعور بېدارول دي۔ ده ووئيل حكومت چې د نشائي توكو په ضد كوم ګامونه پورته كوي نړۍ د دې اعتراف كوي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں