افغانستان كښې تل پاتې امن سره به د پاكستان ٬ افغانستان او د منځني آسيا هېوادونو ترمينځه د تجارت او تړون نوې دروازه پرانستلې شي۔ افغانستان كښی د پاكستان سفير منصور احمد خان

image

اسلام آباد۔28جون(اے پی پی)افغانستان كښې د پاكستان سفير منصور احمد خان وئيلي دي افغانستان كښې تل پاتې امن سره به د پاكستان ٬ افغانستان او د منځني آسيا هېوادونو ترمينځه د تجارت او تړون نوې دروازې پرانستلې شي۔ د افغانستان شخړې په حقله د پاكستان پوزيشن ښكاره دے او وزيراعم دا خبره ښكاره كړی چې پاكستان د افغانستان په مسئله كوم هم فريق سره نه دے ولاړ بلكې تل پاتي امن له خوښي لري۔ د دواړو هېوادونو خاوره بايد د يو بل په ضد ونه كارولې شي۔ د ګل په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې هغه ووئيل افغانستان د تېرو څلورو لسيزو ڼه يوې شخړې سره مخ دے او د هغې شخړی بنيادي سبب دا دے چې ټول فريقېن د دې عسكري حل غواړي۔ هغه ووئېل افغان جنګ تر ټولو زيات پاكستان ځپلے دے بياهم د پاكستان ټول عمري دا موقف پاتې شوے چې د افغانستان مسئله كوم پوځي حل نه لري۔ د دې حل سياسي دے او ټولو فريقېنو له به دا لټول وي۔

مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں