اسلام آباد۔30جون(اے پی پی)بلاول بھټو لا ماشوم دے۔ د كوم پړاؤ څخه په تېرېدو دلته نه دے راغلے ۔ بلاول ليډرخو وټاكلے شو خو په پارليماني روايات پوهېدو وخت لګي۔ د سندھ په چارو كښې دوئي بې نقابه شوي۔ د شورؤ په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې ميډيا سره خبرو كښې شاه محمود قرېشي ووئيل بلاول زه د هغه وخت نه پېژنم كله چې هغه وړوكے ؤ۔ بلاول بھټو لا ماشوم دے۔ د كوم پړاؤ څخه په تېرېدو دلته نه دے راغلے ۔ بلاول لارښود خو وټاكلے شو خو په پارليماني روايات پوهېدو وخت لګي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل د سندھ په چارو كښې دوئي بې نقابه شوي۔ هغوي د پارليماني رواياتو د خيال ساتلو خبره كړی۔ ښه خبره ده ۔ خو آيا هغوي په سندھ اسمبلۍ كښې د اپوزيشن لارښود له د بحث پېل كولو موقع وركړې ۔ روايت دا دے چې فنانس منسټر بحث راغونډوي آيا سندھ اسمبلۍ كښې داسې شوي۔ده ووئېل د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ چيئرمېن اپوزیشن لیډر وي آيا سندھ كښې دا روايت خپل كړے شوے۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل مونږ نه چې د كومو رواياتو خيال ساتلو تقاضا كوئ پخپله په هغې عمل ولې نه كوئ۔ هغوي د رواياتو د خيال ساتلو خبره كوله خو چې مونږ ورته آئينه اوښودله نو بيا هغوي سره هېڅ ځواب نه ؤ۔ شاه محمود قرېشي ووئيل چې كله تاسره كوم جواب نه وي نو ته پرسنل شې