اسلام آباد 15جون(اے پی پی)د تعليم او پېشه وارانه تربيې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئېلي دي چې د روجهان تحصيل زده كونكو لپاره د تعليم وظيفې كوټې او په سيمه كښې د پوهنتون جوړولو د تجاويز به جائزه اخستلې شي۔د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې رياض محمود مزاري وئېلي دي چې په سيمه كښې د غربت شرح زياته ده ځكه د تعليم په وظائف كښې د روجهان لپاره كوټه بېله كړي۔ده په سيمه كښې د پوهنتون جوړولو غوښتنه هم وكړه۔د تعليم وفاقي وزير رانا تنوير حسېن ووئيل چې د دواړو تجاويز به جاج اخستلې شي۔