د ترهګرۍ په ضد جنګ به بشپړه عزم سره په ګډه كول وي ٬ “کنکټيويټي” ته وده وركولو سره معاشي استحکام ترلاسه كېدې شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د اېس سي او مشرانو غونډې ته وېنا

image

اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې په منطقه كښې تل پاتې امن د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) د غړو هېوادونو ذمه واري ده ٬ د رياستي ترهګرۍ پشمول د هر ډول ترهګرۍ په ضد بشپړه عزم سره په ګډه د دې مخنيوي ته اړتيا ده٬”کنکټيويټي” ته په جديد نړيوال معيشت كښې كليدي اهميت ترلاسه دے٬ دې ته وده وركولو سره معاشي استحکام ترلاسه كېدې شي، سي پېك به په معاشي خوشحالۍ، امن او استحکام كښې ګېم چېنجر ثابت شي، پرمختګ كړې هېوادونو له ماحولياتي بدلون څخه د شوې زيانونو مخنيوي لپاره د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو مرسته پكار ده٬ پاکستان به د سږني كال په پايې كښې د مواصلاتو پحقله د اېس سي او غونډې كوربتوب كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د شنګھائي مرستې تنظيم مشرانو 23مې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه٬ د تنظيم آن لائن غونډه د هند په كوربتوب كښې شوې چې پكښې د اېس سي او د غړو هېوادونو مشرانو د وېډيو لنك د لارې ګډون كړې۔ په دې موقع وزيراعظم خپله وېنا كښې قزاخستان ته د تنظيم په غړيتوب ترلاسه كېدو مباركي وركولو سره د ايران صدر ابراهمي رئيسي ته هم د تنظيم د بشپړه غړي په جوړېدو مباركي وركړه او د ايران شموليت ئې خوشبينه وګرځولو

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں