وزیراعظم او د مخالفي ډلي مشر د نګران وزیراعظم لپاره د انوار الحق کاکړ په نامه اتفاق

image

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف او د مخالفي ډلي مشر راجه ریاض احمد د نګران وزیراعظم لپاره د انوار الحق کاکړ په نامه اتفاق کولو سره ایډوائس صدر پاکستان ته لېږلې دې۔ وزیر اعظم آفس پریس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف سره د مخالفي ډلي مشر د خالي په ورځ ملاقات کړې۔وزیرِ اعظم او د مخالفي ډلي مشر ترمينځه د نګران وزیرِ اعظم په تقرری حتمی مشاورتی عمل په ښه ډول ترسره شو۔ملاقات كښې د انوار الحق کاکړ په نامه د نګران وزیرِ اعظم لپاره اتفاق شوې دې۔وزیرِ اعظم او د مخالفي ډلي مشر په شريكه لاس ليك كولو سره ایډوائس صدر پاکستان ته لېږلې دې۔ وزیرِ اعظم د مخالفي ډلي مشر په مشاورتی عمل كښې په مرسته او د هغه په 16 مياشتو كښې په ښه ډول په حزب اختلاف كولو د هغه مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں