په قامي او صوبائي اسمبليو کښې د ميرمنو او اقليتونو په مخصوص چوكو ريټرننګ چارواكو د نامزدګۍ كاغذونو كره كتنې عمل بشپړ كړو

image

اسلام آباد۔13جنوری (اے پی پی) د الېکشن کمېشن لخوا په قامي او څلورو واړو صوبائي اسمبليو کښې مېرمنو او اقليتونو لپاره په مخصوص چوكو ريټرننګ چارواكو د نامزدګۍ كاغذونو كره كتنې عمل بشپړ كړے دے۔ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري شوي شيډول له مخې د ريټرننګ افسرانو لخوا د نامزدګۍ کاغذونو منظورۍ يا مسترد کېدو په ضد اپيلونه به د جنورۍ تر 16مې نيټې دائر كېدې شي د كومو اورېدنه به چې په اېپلټ ټربيونل كښې د جنورۍ تر 19مې نيټې كېږي۔ د كانديدانو اصلاح شوے فهرست به په 20 جنورۍ او د نامزدګۍ كاغذونه به په 22 جنورۍ بېرته اخستلې شي۔ د كانديدانو حتمي فهرست به په 23 جنورۍ جاري كولے شي۔

مضمون کا ماخذ : números dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں