وفاقي وزير مرتضی سولنګي د پنجاب اعلی وزير ته په اولسي كاركردګۍ د عقيدت پيرزوينې ډالۍ كړې ٬ محسن نقوي د پنجاب دويم شير شاہ سوری ګڼم

image

لاهور۔14جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي داتوار په ورځ په وزیر اعلیٰ آفس كښې د ټول پنجاب پرېس کلبونو صدرانو او عمومي سېكترانو ته د خصوصي ګرانټ چېكونو وركولو دستورې په مهال نګران وزيراعلی محسن نقوي ته په غوره ټكولو كښې د عقيدت پېرزوينې ډالۍ كړې۔ په دې موقعه نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي ووئيل محسن نقوی ته د پنجاب دويم شېر سوري وايم٬ ماته په دې خوشحالي شوې چې د كوم فرق نه غېر 9 کروړه 45 لكه روپۍ د پرېس كلبونو ترمينځه ووېشلې شوې۔ ده ووئيل محسن نقوي نه ورځ ته ګوري او نه شپې ته ٬ نه دھند او نه يخنۍ ٬ ګرمۍ ته ٬ بس كار كوي۔ سهار چې پاڅم او ټي وي ګورم نو محسن نقوي په نظر راځي او يو نه يو پراجېكټ كښې وي۔ د پنجاب پرېس كلبونو صدرانو او عمومي سېكتر وزيراعلی محسن نقوي د صحافت محسن ګرځولو سره ووئيل په تاريخ كښې په اولني ځل وړوكو پرېس كلبونو لپاره د ګرانټ اجرا يو صحافت دوسته اقدام دے چې له كبله يۍ وزيراعلی محسن نقوي زمونږ زړونه ګټلي دي۔

مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں