هر سياسي ګوند د خپل آئين له مخې د انټرا پارټي ټاكنو كولو پابند دے۔هېواد سره سره سياسي ګوندونو كښې دننه هم جمهوريت ضروري دے ۔مرتضٰی سولنګي

image

اسلام آباد 15 جنوري )اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي وئېلي دي هر سياسي ګوند د خپل آئين له مخې د انټرا پارټي ټاكنو كولو پابند دے۔هېواد سره سره سياسي ګوندونو كښې دننه هم جمهوريت ضروري دے٬لنډ مهاله حكومت د آئين له مخې خپلې ذمه وارۍ پوره كوي او په بنيادي توګه د دوو منتخب حكومتونو ترمينځه د پل كردار ادا كوي٬ټاكنو كولو كښې به د الېكشن كمېشن بشپړه مرسته كوو ٬ټاكنې به د فرورۍ په 8مه نېټه كال 2024 كښې كېږي۔هر وګړے بايد د خپل ضمير له مخې د رائے حق وكاروي٬په رياستي ميډيا ټولو سياسي ګوندونو له يو ډول كوريج وركړے كېږي٬ د تصديق كولو سره تر اولس رېښتيا رسول زمونږ ذمه واري ده۔د ګل په ورځ د پاكستان ټيلي ويژن پروګرام ” ووټ پاكستان”كښې د خبرو په مهال نګران وفاقي وزير ووئيل تنقيد د جمهوريت او كومې هم ټولنې لپاره ضرورې دے٬څوك به د تنقيد حق څخه محروم نه ساتلے كېږي٬لنډ مهاله حكومت د آئين له مخې خپلې ذمه وارۍ ادا كوي او په بنيادي توګه د دوه منتخب حكومتونو ترمينځه د پل كردار ادا كوي۔ده ووئيل د آئين آرټيكل 218(3)له مخې پرامن٬سپيځلې٬غېر جانبداره او منصفانه ټاكنې كول ذمه واري د الېكشن كمېشن آف پاكستان ده ٬د لنډ مهاله حكومت زمه واري الېكشن كمېشن ته مالي٬انتظامي او سكيورټي وركول ذمه واري ده۔ ده ووئيل ټاكنو كولو كښې به الېكشن كمېشن سره بشپړه مرسته كوو ٬ټاكنې به د فرورۍ په 8مه نېټه كال 2024 كښې كېږي۔ ده ووئېل هر وګړے بايد د خپل ضمير له مخې د رائے حق وكاروي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پيپلز پارټي ٬مسلم ليګ(ن) او مولانا فضل الرحمان د ليول پلينګ شكايت كوي٬د كال 2013 په ټاكنو كښې هم ځينې ګوندونو لخوا د ليول پلينګ فيلډ شكايت ؤ ۔ده ووئيل په رياستي ميډيا ټولو سياسي ګوندونو ته يو ډول كوريج وركړے كېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پي ټي آئي دننه د ټاكنو كولو جنګ پخوانے دے٬د كال 2013 ټول ټاكنو څخه وړاندې د پي ټي آئي وړومبي ځل انټرا پارټي ټاكنې شوې وې۔ده ووئيل هر سياسي ګوند د خپل آئين له مخې د انټرا پارټي ټاكنو كولو پابند دے۔

مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں