حکومت معاشي بحالۍ لپاره كوټلي ګامونه پورته كوي٬ د سرکاري ملکيتي ادارو نجکاري او غېر فعاله ادارې به ختمولې شي ۔ د وزيراعظم شهباز شريف د برتانيه پلاوي سره خبرې

image

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي حکومت د معاشي بحالۍ لپاره كوټلي ګامونه پورته كوي٬ د سرکاري ملکيتي ادارو نجکاري كوٶ او حكومتي خرڅونو كښې كمي لپاره به غېر فعاله ادارې ختمولې شي٬ د ډاؤن سائزنګ په پاليسۍ عمل كوٶ،فيډرل بورډ آف ريونيو پشمول معيشت به ډيجيټائزيشن كولې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د برتانيه ايجوکيشنسټ او د برتانيه وزيراعظم د ډيليوري يونټ پخواني مشر سر مائيکل باربر په مشرۍ كښې پلاوي سره په خبرو كښې وكړه چا چې ده سره په وزيراعظم هاٶس كښې ملاقات وكړو ۔ په پلاوي كښې د برتانيې فارن، ډويلپمنټ او د کامن ويلتھ آفس ډائريکټر جو موئير، او سينئر ګورننس ايډوائزرز نويد عزيز او د ميټ کلينسي شامل وو۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان او برتانيه تاريخي دوه اړخيزې اړيكې لري كومې چې په څو لسيزو اډانه دي او د وخت سره سره لا قوي كېږي، پاکستان برتانيې سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري۔ ده ووئيل برتانيه د پاکستان په بېلا بېلو څانګو كښې معاونت كوي او د پاكستان مهم شراكتدار دے ٬ مونږ د برتانيې حكومت مننه كوٶ٬ دغسې د دواړو هېوادونو د اولس شريكې اړيكې به لا قوي كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان حکومت برامدات او ټېكس بېس زياتولو له ګامونه پورته كوي٬ پاکستان د انفارميشن ټيکنالوجۍ او زراعت پحقله زيات استعداد لري ۔ پلاوي ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول د وفاقي وزارتونو د کارکردګي جانچ پحقله ټاسك مينجمنټ سسټم جوړ كړے شوے۔ په دې موقع سر مائيکل باربر د حکومت د معاشي بحالۍ پلان ستائنه وكړه او وې وئيل حکومت معاشي اصلاحات په اړه په سم لوري روان دے۔ ده هيله څرګنده كړه چې د وزيراعظم شهباز شريف په موثره قيادت كښئ به پاکستان ډېر زر په معاشي ستونزو قابو موندلو كښې كامياب شي۔ د پلاوي غړو ووئيل برتانيه به د پاكستان په هره څانګه كښې بشپړه مرسته كوي٬ د پاكستان پرمختګ زمونږ پرمختګ دے۔ په دې موقع وفاقي وزيران احد خان چيمه ، محمد اورنګزېب، رانا تنوير حسين، د آئي ټي دوهمه وزيره شزه فاطمه، د وزيراعظم کوآرډينيټر رانا احسان افضل، د پلاننګ كمېشن ډپټي چيئرمېن جهانزيب خان او اړوند سركاري چارواكي هم موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں