نن قام له د وړاندې نه زيات اتحاد او يووالي ته ضرورت دے، د حکومت او آئيني ادارو ترمېنځنه د پاكستان پراخه مفادات لپاره همكاري د سباون لپاره رول ماډل ده۔ د وزيراعظم شهباز شريف وېنا

image

اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي نن قام له د وړاندې نه زيات اتحاد او يووالي ته ضرورت دے، د حکومت او آئيني ادارو ترمېنځنه د پاكستان پراخه مفادات له همكاري د سباون لپاره رول ماډل ده ٬ د قرآن کريم په احکامات عمل كولو سره كاميابي ترلاسه كېږي٬ په سوشل ميډيا چې حقائق څنګه مسخ كېږي ھغه د فكر لمحه ده٬ د اولسي مفادات سياست د ناسمې ډنډورې ښكار كېږي۔ د زيارت په ورځ علماء او مشائخ کنفرنس ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل سرلښكر د قرآن کريم په رڼا كښې، د لوي څښتن احکامات او د نبي کريمۖ د ارشاداتو تابع جامع خبرې كړي ٬ ھغه زمونږ د ټولو لپاره د لارې مشالونه دي، علماء د کرام قرآن او سنت په حواله په منبر شپه او ورځ خبرې كوي په دې مونږ د دوي معترف يو۔ ده ووئيل په 14م اګست به مونږ 77مه د آزادۍ ورځ په جوش او جذبې سره لمانځو٬ دې لپاره زمونږ مشرانو د قائداعظم په مشرۍ كښې عظيم تحريك چلولې٬ د لكهونو په شمېر كسان د وينې په درياب راپوروتي او د دغې نه وروستو پاكستان وجود موندلے۔ دا خبره د وزيراعظم آفس لخوا په جاري بيان كښې شوې۔ وزيراعظم ووئيل نن پاكستان سنګينو مالي حالاتو سره مخ دے ٬ پاكستان ته د رامخې ته سماجي او معاشي چېلنجونو حل راويستل دي۔ ده ووئيل زه به د ماضي سياست يا د يو ليډر په حواله خبرې نه كوم خو په 77 كالو كښې اجتماعي كاميابۍ هم مخې ته كېښودل پكار دي، مونږ له د ماضي نه سبق زده كولو سره شپه او ورځ محنت كول پكار دي دغسې چې پاكستان په ھغه مقام اودروٶ كوم لپاره چې دا وطن جوړ شوے او كوم لپاره چې زمونږ مشرانو عظيمې قربانۍ وركړې وې۔ وزيراعظم ووئيل د بده مرغه مونږ نن هم ھغه مقام لاسه نه كړے شو كوم چې پكار ٶ ٬ كه د ماضي په هېرولو مونږ نن ملا وتړو او د قرآن كريم په رڼا كښې د ژوند كولو اراده وكړو نو مونږ پاكستان له په نړيواله توګه غوره مقام ترلاسه كولې شو، دا به هله ممكن شي چې د فتنة الخوارج خاتمه وشي٬ هغوي په اسلامي تاريخ كښې تباهۍ كونكے کردار لوبولے ٶ، مونږ له د اسلامي تاريخ نه زده كړه كول دي۔ده ووئېل د پاکستاني په جامه كښې هېواد دښمن به پېژندل وي چا سره چې مونږ مخ يو، د هغوي مقابله كول دي٬ ھغه كه د سوشل ميډيا د لارې وي يا د كومې بلې لارې۔ وزيراعظم ووئيل په هېواد دننه د اولسي خدمت په نامه د كال 2018 نه وروستو هېڅ ډاډګيرنه ده شوې٬ په سوشل ميډيا چې حقائق څنګه مسخ كېږي٬ سختې خبرې او زېړې كېږي٬ كومو ادارو چې د پاكستان دفاع او د ترهګرۍ خاتمې لپاره قربانۍ وركړي٬ خپل بچي ئې يتيمانان كړي او د قام كروړونو ماشومان ئې د يتيم كېدو نه ساتلي ٬ ھغوي د سوشل ميډيا لارې په نخښه كېږي۔ ده ووئېل د 9 مئي نه زياته زړه دړدٶنكې پېښه په پاكستان كښې بله نه د راغلې، په 1971 كښې پاكستان دوه برخې شو٬ د ھغه كردارونو په ضد چې نن څه كېږي د ټولو په وړاندې دي۔ وزيراعظم ووئيل په هېواد كښې د تقسيم د سياست خاتمې لپاره معتبر غږ د علماٶ كېدې شي، مونږ له به په فروعي اختلافات د وخت ضائع كولو په ځاے د خپلې ذمه وارۍ احساس لرل وي۔ ده ووئيل په علماٶ لويه ذمه واري پرته ده چې د دې تقسيم خاتمه وكړي او هېواد د پرمختګ او سوكالۍ پلو بوتللو كښې خپل كردار ولوبوي۔ ده ووئيل حكومت د ترلاسه كولو نه وروستو مونږ په هر ځاے كښې هم دا وئيلي دي چې د قرض نه خلاصے موندل دي، د دې نه خلاصېدل آسان نه دي خو مونږ له په عزت سره ژوند كولو او پاكستان عظيم جوړولو لپاره د قرض نه خلاصے ترلاسه كول وي۔ده ووئېل كه مونږ عزم وكړو نو د لوي نه لوي خنډ زمونږ په لاره كښې نشي رامخې ته كېدے، په دې كښې د علماء کرامو او مشائخو عظامو لوئي كردار دے ۔ وزيراعظم ووئيل په اسلامي معاشي نظام علماء کرام ښه رڼا اچولې شي٬ مونږ له به د امن او ورورولۍ پېغام سره مخ په وړاندې تلل وي۔ وزيراعظم ووئيل آئي اېم اېف پروګرام اخستل د خوشحالۍ خبره نه ده٬ مونږ له به داسې سكيمونه جوړول وي چې هر وګړے د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ولوبولې شي، مونږ د اېف بي آر او د پاور څانګې بهترۍ لپاره شپه او ورځ كار كوٶ٬ حکومت هېواد د معاشي ستونزو نه رابهر كولو لپاره شپه او ورځ په ځان يو كړې ، مونږ د قرض په ځاے د سرمايه كارۍ خبره كړې٬ هم داسې پاكستان پخپلو پښو اودرېدې شي، مونږ پرمختيائي بجټ څخه 50 اربه روپۍ په كمولو 200 يونټ بجلي استعمالوٶنكو ته ريليف وركړے، عام وګړي ته ريليف وركولو لپاره اتحادي حکومت جامع منصوبه بندي كوي۔ده ووئېل د ريليف وركولو په حواله سرلښكر سره هم مشاورت روان دے ٬ مونږ له خپل وسائل زياتول دي۔

مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں