اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي د هند په غير قانوني تسلط لاندې جموں او کشمير كښې د هند په نګرانۍ كښې تش د نامې انتخاباتو وړومبے پړاؤ د نړيوال قانون په نظر كښې كوم قانوني اهميت نه لري۔د خارجه دفتر وياندي ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل اړوندو قراردادونو كښې په ښكاره ډول وئيلي شوي چې د جموں او کشمير حتمي پريكړه به د اولس د خوښې له مخې كولې شي۔وياندي ووئيل كوم هم بل عمل د کشميريانو د خپلواكۍ حق متبادل كيدے نشي۔ده ووئيل د هند په غير قانوني تسلط لاندې جموں او کشمير كښې 14 سياسي ګوندونه کالعدم ګرځولې شوي او زياتره سياسي لارښود نظر بند دي،دې ډول يري ترهي ماحول كښې دا ډول انتخابي مشق سم نه دے