اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د ټېكس بنياد ته پراختيا وركولو له د اقداماتو حاجت رامخې ته كولو سره فېډرل بورډ آف ريونيو ته سپارښتنه كړې چې د ټولو ډلو سره مشاورت سره دې د ټېكس اصلا??ات معرفي كړی شي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د ټېكس اصلا??ات په اړه د غونډې مشري كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان٬د وزيراعظم خاص مرستيال مفتاح اسماعيل او نورو كسانو ??ډون وكړو۔وزيراعظم ته د ټېكس اصلا??ات معرفي كولو٬د ټېكس بنياد ته پراختيا وركولو٬د ټېكس وصولولو نظام آسانولو او آډيټنګ سسټم كښې معياري ښه والې راوستلو په اړه پورته كړې شويو بېلو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړی شو۔د محصولاتو د وصولۍ نظام ښه كولو له په بېلو تجاويزو غور وش??۔د ټېكس وركونكو ته آسانيو وركولو له د اېف بي آر د اړخه په پورته كړی شويو اقداماتو هم غور وش??۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې بايد نادرا٬بانكونه٬صوبائي چارواكي او يوټېلټي خذمات ترسره كونكو اړوند ادارو سره اېف بي آر د رابطو عمل تند كړي دغسې چې سسټم زيات ښه كړې شي۔وزيراعظم ووئيل بايد د ټېكس بنياد ته پراختيا وركولو له اقدامات وكړې شي دغسې چې د ټېكس وركونكو او ټېكس وصولونكو ترمينځه باور زيات شي۔ده سپارښتنه وكړه چې د ټېكس ريټرن فارم لا آسان كړی شي او عامو وګړو ته آسانيې وركړې شي۔وزيراعظم اېف بي آر ته سپارښتنه وكړه