اسلام آباد 22 نومبر (اے پی پی)د قانون وفاقي وزير زاهد حامد وئېلي دي د داخله وزارت سره اړوندې قانون سازۍ لپاره زما په مشرۍ كښ?? كمېټي په فعاله توګه كار كوي۔د شورو په ورځ د اېف آئي اے هلو ځلو په اړھ 6 مياشتنيز راپور سېنېټ ته د وړاندې كولو په معامله ده ووئيل د اېف آئي اے د هلو ځلو په اړه شپږ مياشتنيز راپور د قانون ترمخه وړاندې كولې شي۔ده ووئيل راپور وړاندې كولو په اړه رولز وضعه كول ضروري دي۔ده ووئيل راپور پارلمان ته وړاندې كېدل پكار دي او په دې بايد ان كيمره بحث وكړې شي۔د دې څخه وړاندې پھ معامله بحث كښ?? سنا??ور فرحت الله بابر ووئيل دا راپور سېنېټ كښ?? جمع كول آئيني ذمه واري ده۔پھ دې راپور كښ?? ?? ګرفتارو په اړه سوبونو څخه دې په بشپړ توګه خبر كړې شوو۔سنا??ور جا??ېد عباسسي ووئيل د قانون ترمخه په دې راپور بايد بحث وشي۔په سېكشن 53 كښ?? دې بدلون وكړی شي۔د مخالفې ډلې مشر سنا??ور اعتزاز احسن ووئيل قانون انسداد اليګرانك جرائم 2016 سېكشن 53 ترمخه د راپور وړاندې كولو او په دې د بحث كولو تګلاره واضح كړی نه ده۔دا چارې بايد ترسره كړې شي۔په دې اړه دې يوه مياشت كښ?? ضابطه جوړه كړی شي او پارلمان ته دې وړاندې كړی شي۔دغسې د سېنېټ چيئرمېن دا معامله تر جمعې ورځې وځنډوله