پېنډې 25 دسمبر (اے پي پي) د زمكي پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د ګل په ورځ د كرائسټ چرچ پېنډې د كرسمس په دستورو كښې ګډون كولو سره مس????ي ورورولې سره د ي??والي څرګندونه وكړه۔ ۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ له مخې د دستورې ګډون كوونكو د سرلښكر هركلې وكړو او په دستوره كښې په ګډون كولو ئې د سرلښكر مننه وكړه۔ د زمكي پوځ مشر د پاكستان ټولې مس????ي ورورولې ته د كرسمس مباركي وركړه۔ ده نه يوازې د پاكستان جوړېدو لپاره بلكې د دې پرمختګ لپاره هم د مس????ي وړوڼو كردار وستائيلو۔ ده په ټول پاكستان كښې د تعليم٬ روغتيا او د اولس د خېر ښېګړې پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د مس????ي ورورولې د كردار ستائنه وكړه۔ ده د پاكستان د وسله والو ځواكونو د برخې په توګه په خاص توګه د مورني وطن دفاع لپاره د هغوي د ګډون اعتراف وكړو۔