اسلام آباد ۔ 27 دسمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير طلال چوهدري وئيلي دي د پاكست??ن مسلم لیګ (ن) دريځ په ډاګه دے چې د اولس ووټ په هېواد د حكومت كولو حق لري۔ د شورؤ په ورځ يو نجي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل ټو??ې قامي ادارې بايد د خپل آئيني حد دننه كار وكړي۔ ده ووئيل پاكست??ن مسلم ليګ مسلم ليګ (ن) هېواد كښې د آئين او قانون په سرلوړۍ باور لري۔ تحریک انصاف بايد اقتدار لپاره د ام??ائ?? د ګوتې انتظار كو??و په ځائې اولسي خذمت پ??و پام وګرځوي۔ دوهم وزير ووئيل په ټو?? ټاكنو كښې د تر ټو??و زيات ووټونه ترلاسه كوؤنكي سياسي ګوند په اولس د حكومت كولو حق لري۔ طلال چوهدری ووئيل پخواني وزيراعظم محمد نواز شریف د ادارو احترام لپاره خپل ځان احتساب او عدالتونو ته وړاندې كړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاکستان هندي جاسوس کلبھوشن یادیو سره د هغه د كورنۍ ملاقات لپاره په نړيوال قانون عمل كړې۔ ده ووئيل هندي جاسوس کلبھوشن یادیو پاکستان كښې د ترهګرۍ كاروايو ته وده وركولو كښې ككړ پاتې دې او هغه په خپله اعتراف كړې۔ د ي??ې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف او پاكستان عوامي تحريك مشرانو ملاقات د پاكست??ن مسلم ليګ ن په نښه كولو لپاره وو او د طاهر القادري نامه سازشونو لپاره كافي ده۔