اسلام آباد 15 جنوري(اے پي پي) پاکستان د ګل په ورځ د هند دوهم هائي كمشنر جي پي سنګه خارجه دفتر ته رابللو سره د هندي ځواك لخ??ا د ډز بندۍ په خلاف ورزۍ او د كوټلي په ذيلي سېكټر جندروټ كښې د بې درېغه ډزو غندنه كړې د كومو په نتيجه كښې چې څلور پاكستاني ??سكر شهيد ا?? نور پنځه ژوبل شوي۔ د خارجه دفتر وياند لخ??ا د جاري شوي بيان له مخې د كال 2018 په پنځلس ورځو كښې هندي پوځ په لائن آف كنټرول او وركنګ باٶنډري د سل ځله نه زياتې د ډز بندۍ خلاف ورزۍ كړې دي او دې څخه هند ته څو ځله د ډډې كولو وئيلې شوي۔ د هند لخ??ا د ډز بندۍ د خلاف ورزيو دا لړۍ د كال 2017 نه پرله پسې زياتېږي او هندي ځواكونو د ډز بندۍ د 1900 نه زياتې خلاف ورزۍ كړې دي۔ په جاري شوي بيان كښې د هندي پوځ لخ??اً آبادۍ او د بيا رغونو سيمو كښې بوخت عسكر په نښه كول د غندنې وړ ٬ د ا??ساني وقار په ضد ٬او د نړيوالو بشري حقونو او ق??ان??نو خلاف ورزي ده۔ د هند لخ??ا د ډز بندۍ خلاف ورزۍ سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره خطر دي او دا د كوم تزويراتي غلط فهمۍ نتيجه كېدې شي۔ د سوئيلي آسيا او سارك ډائرېكټر جنرل ډاکټر محمد فېصل په هند زور رواړو چې ھغه دې د كال 2003 د جنګ بندۍ د ا??تظام احترام وكړي٬ د ډز بندۍ دې اوسنې پېښو او د نورو پېښو دې پلټنې وكړي۔ ده په هند زور رواړو چې ھغه دې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د ملګرو ملتونو هند ا?? پاكستان په لړ كښې پوځي مبصر ګروپ ته د خپل كردار لوبولو اجازه وركړي۔(