لاهور۔5 فروری(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي هند له به منطقه كښې امن په ځائې كولو له كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركول وي۔ 21 كروړه پاكستانيان كشمير سره دي۔ د پاكستاني قام او رياستي ادارو هند څخه غوښتنه ده چې هغه دې په كشميريانو زور ٬ ظلم او زياتې بند كړي او وادي دې خالي كړي۔ هغه ورځ لرې نه ده چې هند به كشمير كښې ماتې وخوري۔ په کشمیر كښې به په زرګونو برهان واني پېدا شي۔ ده د ګل په ورځ د پاكستان مسلم ليګ (ن) ترسېوري لاندې په مال روډ د كشمير يوالي ريلي ته خطاب كولو۔ ??ه ووئيل پاكستان به تر هغه وخت د كشمير د آزادۍ تحريك ملاتړ كوي تر كومې چې كشميري اولس ته خپل حق ور??ړې شوې نه وي۔ ??ه ووئيل كشميريان د آزادۍ جنګ كوي٬ د څو لسيزو څخه روان دا تحريك د جب?? د ??ارې د منځه وړلې كېدې نه شي۔ د كشميري اولس عزم او حوصله د هماليه غرونو څخه زياته دنګه او مضبوطه ده۔ وفاقی وزیر په سياسي ګوندونو زور راوړو چې هغوي دې يو موټې كېدو سره دا پېغام وركړي چې مونږ كشميري اولس سره يو۔ ??ه ووئيل كشمير به د پاكستان برخه جوړېږي۔ په دې مهال د تجارت وفاقي وزير پروېز ملك ريلۍ ته خپل خطاب كښی ووئيل د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر لارښود محمد نواز شريف ټول عمري د كشميريانو د آزادۍ خبره ??ړې ده او دې كاز لپاره ئې په نړيوالو فورمونو ??خالفينو سره نېغ په نېغه او په اوچتو سترګو خبرې ??ړې دي او د كشميريانون ئې په زړه پورې ترجماني كړې۔ ??ه ووئيل پاكستان د كشميري اولس د بشپړ ملاتړ پخلې كوي او د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له ددوئي هڅو ته به زمونږ ملاتړ ترلاسه وي۔ ده غوښتنه وكړه چې په كشميريانو دې زور ٬ ظلم او زياتې بند ??ړې شي او د كشميريانو د هيلو ترمخه دې د كشمير مسئلې حل زر تر زره باوري ??ړې شي۔ په رېلي كښې ليګي لارښود خواجه احمد حسان،لارډ مېئر لاهور کرنل (ر) مبشر جاوید او د سید توصیف شاہ په شمول د صوبائي اسمبلۍ غړو ګډون وكړو۔د “یوم کشمیر221; په لړ كښې كشميريانو سره د يووالي څرګندونې له رېلي الحمرا هال څخه تر چیئرنګ کراس وويستلې شوه۔